د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په درو هیوادونو کې خپل سفارتونه تړي


د افغانستان حکومت پریکړه کړې ده چې په درو هیوادونو کې خپل سفارتونه وتړي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د خپل سل ورځني کاري پلان د بیان پر مهال وویل چې په برازیل،جنوبي افریقا او هنګري هیوادونو کې د لګښتونو د کموالي او د چارو د موثریت په خاطر دا سفارتونه تړل کیږي.

ښاغلي رباني وویل چې د یونیسکو په سازمان کې د افغانستان د نمایندګۍ چارې هم په پاریس کې افغان سفارت په غاړه اخلي او په بلغاریا کې به سفارت په سیاسي نمایندګي بدل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG