د افغانستان د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې اته وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن (شنبه) مشال راډيو ته وویل چې دا کساند جمعې پر ورځ د مومندرې په اړوند سیمې نهه ویشتمې ویالې کې په دوو سراچو کې د یوې هوايي حملې هدف ګرځیدلي.
د مشرقیوال په خبره له وژل شویو کسانو سره وسلې او جنګي سامانونه هم له منځه تللي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.