د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهتاب عباسي : د قبایلي سیمو وس نه لرونکو ته بې سوده پورونه ورکوو


د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي
د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي

د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي د ټولو قبایلي سیمو بې وسه نارینه او مېرمنو لپاره د وړو روزګارونو پیلولو په مخه د پېسو ورکولو اعلان کړی دی.

پېښور: د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي د ټولو قبایلي سیمو بې وسه نارینه او مېرمنو لپاره د وړو روزګارونو پیلولو په مخه د پېسو ورکولو اعلان کړی دی.

په پېښور کې د ګورنر له دفتره بېګا خپور شوی بیان لیکي چې په دې لړ کې به بې له سوده له لسو تر پنځوس زره روپۍ ورکول کېږيږي.

په دې اړه د جمعې په ماښام د ګونر په کور کې یوه غونډه شوې چې د دې پروګرام مشر او له قبایلي سیمو سره اړه لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو پکې ګډون کړی وو.

سردار مهتاب عباسي ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او پوځي عملیاتو د قبایلي سیمو ولس ډېر ځپلی دی او د دې پروګرام هدف له دې ولس سره مرسته کول دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو یو استازي فیصر جمال مشال راډیو ته وویل چې دا پروګرام د ډېرو غریبو خلکو لپاره دی او دا به له هغوی سره خورا مرسته وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG