د لاسرسي ځای

د یوه نوي راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې درې دېرش زره انسانان په ترهګریزوحملو کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې دیارلس نیم زره ترهګریزې حملې شوي چې زیاته برخه یې اسلامي دولت ډلې یا داعش او د نایجریا بوکو حرام ډلې ترسره کړي.

دا حملې د نړۍ په پنځه نوي هېوادونو کې شوي؛ خو تر ټولو زیات زیان یې په منځني ختیځ، جنوبي آسیا او لویدیځه افریقا کې اړولي دي.

د ۲۰۱۴ کال په سلو کې نژدې اتیا حملې په افغانستان، پاکستان، سوریې، عراق او څو نورو هېوادونو کې ترسره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له ترهکرۍسره د مبارزې د برخې تنظیموونکې تینا کایدېنوو د دې راپور په اړه وايي:

د القاعده شبکې مشرانو ته له سخت زیان اوښتو سره سره، د سمې حکومتولۍ کمزورتیا او پاتې راتلل، لاهم د افراطيت او تشدد لپاره د لازم چاپېریال په رامنځ ته کولو کې، په خاص ډول په یمن، سوریه، لیبیا، نایجریا او عراق کې امکان برابروي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د راپور له مخې همداراز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په ترڅ کې د انسان تښتونې پېښې په ټوله نړۍ کې نژدې درې چنده زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG