د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اصف زرداري د نیوکو هدف اوسني نه پخواني پوځي جنرالان وو"


اصف علي زرداري
اصف علي زرداري

د پاکستان پيپلز پارټۍ چارواکو ویلي چې د ګوند شريک مشر آصف علي زرداري د هيواد پر پوځ او د پوځ پر مشر جنرال راحيل شريف نیوکې نه دي کړې.

اسلام اباد: د پاکستان پيپلز پارټۍ چارواکو ویلي چې د ګوند شريک مشر آصف علي زرداري د هيواد پر پوځ او د پوځ پر مشر جنرال راحيل شريف نیوکې نه دي کړې.

د دوی په وینا ، د اصف علي زرداري هدف هغه پخواني پوځي جنرالان وو چې د ده په وینا ، په پاکستان کې يې مارشلاوې لګولې وې.

د آصف علي زرداري لخوا د جمعې په مازیګر د سياسي ګوندونو مشرانو ته د روژه ماتي بلنه ورکړل شوې وه.

د پيپلز پارټۍ سېنېټرې شيري رحمان تر مېلمستیا ورسته خبربالانو ته وویل چې اصف علي زرداري په خپله وینا کې پر هغو پوځي جنرالانو نیوکې کړې وې چې پخوا پوځي واکمن وو او وس سیاست ته راتګ غواړي.

د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د تېرې سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یو غونډې پر مهال – په ظاهره – د پوځ پر مشرتابه کلکې نیوکې وکړې.

تر هغه وینا ورسته وزیراعظم نواز شریف له اصف علي زرداري سره د چارشنبیې په ورځ ټاکل شوی ملاقات وځنډاوی.

نواز شریف وویل چې د پپلز ګوند د شریک مشر اصف علي زرداري وینا په اوسنیو حالاتو کې نامناسبه وه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پپلز ګوند او پوځي مشرتابه تر منځ د تاوتریخوالي جاج

اوس پوښتنه دا ده چې د آصف علي زرداري تر وينا وروسته چې د پپلز ګوند مشرانو شيري رحمان او قمر زمان کايره کوم وضاحت ورکړی دی هغه ته کارپوهان څنګه ګوي؟

عبدالحي کاکړ هم دغه پوښتنه په امريکا کې ميشت د سياسي چارو له پوه ډاکټر محمد تقي څخه کړېده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG