د لاسرسي ځای

“په ننګرهار کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ جګړه د اندېښنې وړ نه ده”


د ننګرهار والي وايي د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلو جګړې د اندېښنې وړ نه دي.

د ننګرهار نوي والي سلیم خان کندوزي د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې تایید کړه چې یوشمېر خلک له هغو سیمو چې وسله وال نښتې کوي ښارونو ته کډه شوي دي خو ده زیاته کړه چې دا ستونزه اوس حل شوې ده.

د ده په خبره د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي، مکتبونه او عمومي سړکونه خلاص دي.

XS
SM
MD
LG