د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د کډوالو نړیواله ورځ لمانځل کېږي


نن د شنبې پر ورځ د کډوالو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره عالي کمشنرۍ ويلي دي چې دوی په دې ملک کې له افغان کډوالو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

د يو اين ايچ سي آر په يو کلني راپورکې راغلي چې د ۲۰۱۴م کال تر آخره په نړۍ کې تر بل هر وخت زيات خلک بې کوره وو چې شمير یې نږدې شپږ کروړه رسیږي.

تر دې وړاندې افغانستان هغه هېواد وو چې په نړۍ کې يې تر ټولو زيات کسان بې کوره وو خو اوس دغه ځای شام نيولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG