د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایف سي: د ډاکتر عمران فاروق په وژنه ککړو دوه کسان مو نیولي


د ایم کیو ایم وژل شوی مخکښ ډ‌اکټر عمران فاروق
د ایم کیو ایم وژل شوی مخکښ ډ‌اکټر عمران فاروق

په بلوچستان کې اېف سي ځواک د متحده قامي موومنټ د یوه پخواني مشر ډاکتر عمران فاروق په وژنه کې د ککړو دوو کسانو نیولو دعوه کړې ده.

کوټه: په بلوچستان کې اېف سي ځواک د متحده قامي موومنټ د یوه پخواني مشر ډاکتر عمران فاروق په وژنه کې د ککړو دوو کسانو نیولو دعوه کړې ده.

د اېف سي ویاند خان واسع د جمعې په ماښام په یوه بیان کې ویلي چې د محسن علي او خالد شمیم په نوم دا دوه کسان یې له افغانستانه چمن ته تر اوښتو وروسته نیولي دي.

خان واسع وویل، دا دواړه مشکوکه کسان له یوه سیاسي ګوند سره تړاو لري.

واسع د سیاسي ګوند نوم نه دی اخیستی خو زیاتوي چې دا کسان یې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته سپارلي دي.

بل پلو اېم کیو اېم ګوند بېګا په یوه بیان کې ویلي چې د نیول شویو کسانو د دوی له ګوند سره هېڅ تړاو نشته.

ډاکتر عمران فاروق د متحده قومي موومنټ یو مخکښ سیاستوال وو چې په ۲۰۱۰ز کال کې په لندن کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG