د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نواز شریف دي د ګوادر- کاشغر لارې په اړه ژمنې پوره کړي"


د کاشغر او ګوادر ترمنځ د تجارتي لارې نقشه
د کاشغر او ګوادر ترمنځ د تجارتي لارې نقشه

پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان حکومت پر وفاقي بجټ انتقاد کړی دی چې پکې د کاشغر ګوادر لارې لپاره د وزیراعظم نواز شریف له ژمنې سره سم پیسې نه دي ایښودل شوې.

پېښور: پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان حکومت پر وفاقي بجټ انتقاد کړی دی چې پکې د کاشغر ګوادر لارې لپاره د وزیراعظم نواز شریف له ژمنې سره سم پیسې نه دي ایښودل شوې.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود تېره ورځ د پېښور خبریالانو په مرکز کې د غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، په بجټ کې د مشرقي لارې لپاره ډېرې زیاتې پیسې ایښودل شوې دي.

د مې پر ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې په شوې ټولګوندیزه غونډه کې وزیراعظم نواز شریف ژمنه کړې وه چې تر ټولو اول به له پښتون مېشته سیمو پر تېرېدونکې لار کار پیلوي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکریټري میا افتخار حسین د پښتونخوا ولسي تحریک غونډې ته ویلي چې د کاشغر ګوادر لار د پاکستان د بقا مسله ده نو وفاقي حکومت باید پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

په غونډه کې پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان حکومت پر وفاقي بجټ انتقاد وکړ او ویې ویل چې له پښتون مېشته سیمو تېرېدونکې غربي لار لپاره پکې کمې پیسې ایښودل شوې دي.

د پاکستاني حکومت له خوا تر اوسه د پښتونخوا ولسي تحریک په غونډه کې د شوو دې څرګندونو په اړه څه غبرګون مخې ته ندی راغلی خو څو ورځې وړاندې وزیراعظم نواز شریف ویلي وو چې د ګوادر-کاشغر لارې په اړه به کړې ژمنې پوره کوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG