د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوپ فرانسیس: چاپېریال ساتنې ته دي پام وشي


د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د چاپېریال یا ماحول په اړه په یوه ښوونیز لیک کې غږ کړی چې ((بې له ځنډه دې)) د فوسېل سونتوکو پر ځای د انرژۍ هغه وسیلې استعمالې کړل شي چې چاپېریال ته زیان نه رسوي.

تېره ورځ د نړۍ کیتلېک عیسوي پوپانو ته په استول شوي دې اوږد لیک کې فرانسېس د نړیوالې تودوښې زیاتېدو پړه پر انساني فعالیتونو اچولې ده.

ده پر شتمنو هېوادونو د ژوند او د انرژۍ استعمال طریقو بدلولو غږ کړی دی چې د ماحول د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د اب و هوا چارو لوړپوړې چارواکې کرېسټیانا فېګیرس د پوپ فرانسېس دا لیک ((د اقدام لپاره)) داسې ((قوي غوښتنه)) بللې ده چې باید د نړۍ مشرانو لارښوونه وکړي چې په ډېسېمبر کې په پاریس کې د نړیوال اقلیم یا اب و هوا په اړه په کېدونکې غونډه کې ((قوي او پایداره)) تړون ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG