د لاسرسي ځای

په عراق او شام کې پر داعش تازه بریدونه شوي


د امریکا په مشرۍ اېتلاف وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو ۲۲ هوايي بریدونه کړي دي.

دې پوځي اېتلاف تېره ورځ په یوه بیان کې وویل، ۱۶ بریدونه یې له عراقیو ښارونو بغدادي، حویجه، بېجي، فلوجه، رمادي او سنجار سره نېږدې کړي.

بیان وايي، په بریدونو کې یې د وسله والو ډلې، ګاډي او مورچلونه په نښه کړي.

په عین وخت کې اسلامي دولت ډلې پرون د رمادي ښار په شمال کې د عراقۍ جنګي الوتکې غورځولو دعوه کړې.

په سمدستي توګه، پر ټوېټر د اسلامي دولت ډلې د دې دعوې پخلی نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG