د لاسرسي ځای

امریکا: پر کلیسا برید کوونکی مشکوک کس نیول شوی


په امریکا کې پولیسو د جنوبي کیرولاینا پر یوې کلیسا د برید په تړاو یو ۲۱ کلن مشکوکه کس نیولی دی.

د چارشنبې پر ورځ د چارلسټن ښار د افریقايي – امریکايانو پر کلیسا په برید کې نهه کسان وژل شوي ول چې دا په امریکا کې په تېرو کلونو کې پر عبادتځای د بریدونو تر ټولو بده پېښه وه.

د ښار پولیسو مشر ګرېګري ملن وویل، د ډېلن راف په نوم دا کس یې له ګاونډي ایالت شمالي کیرولاینا نیولی دی.

پر کلیسا تر برید وروسته ولسمشر باراک اوباما د وسلو له کبله د پېښېدونکي تاوتریخوالي په قامي سطح د جاج اخیستو غږ (ږغ) کړی دی.

XS
SM
MD
LG