د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس یونان ته د پور ورکولو په اړه چپه خوله دی


یوه لوړپوړي روسي چارواکي له دې ویلو ډډه کړې چې ایا هېواد به یې یونان ته په پور پیسې ورکړي او که نه؟

د روسیې مرستیال وزیراعظم ارکادې دفوروکووېچ تېره ورځ اسوشي اېټېډ پریس اژانس ته دا خبره پر داسې مهال کړې چې نن روسي او یوناني مشران له یو بل سره ګوري.

د نورو پورونو د تر لاسه کولو په موخه د یونان، اروپايي ټولنې او پیسو نړیوال صندوق تر منځ خبرې د خنډ ښکار دي.

که له یونان سره مرسته ونشي نو هغه هېواد به د روانې میاشتې تر پایه د ۱،۸ اربه ډالرو د پور له پرې کولو پاتې شي او دېوالیه به شي.

اروپايي مشرانو د روانې میاشتې پر ۲۲مه د وروستۍ هڅې په موخه سرمشریزه وربللې ده.

په عین وخت کې د یونان وزیراعظم الېکسس څیپراس د روسیې په سفر دی. دا د اپرېل له میاشتې راهیسې روسیې ته د هغه دویم سفر دی.

نوموړی هلته له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ګوري او په سېنټ پیټرزبرګ کې د اقتصادي فورم په هغې غونډه کې ګډون کوي چې تېره ورځ پیل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG