په پېښور کې د اورکزیو کډوال تور پورې کوي چې د خوړو تر لاسه کولو پر وخت ورسره پولیس او منتظمین بد چلند کوي.
تېره ورځ په حاجي کیمپ کې د مرستو وېشلو په مرکز کې یوه کډوال عبدالرشید مشال راډيو ته وویل، انتظامیه دې په سم ډول کډوالو ته د مرستو ورکول باوري کړي: کټ
د خوړو ورکوونکو ادارې منتظمین د کډوالو تورونه نه مني او وايي، هرې قبایلي سیمې ته یې ورځ ټاکلې ده او دا چې د کډوالو پوره خیال ساتي.