د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش ډله په افغانستان کې په ابتدايي پړاو کې ده


د امریکا د دفاع وزارت کانګریس ته په یو رپورټ کې ویلي دي چې داعش وسله واله ډله دا وخت په افغانستان کې په یو ابتدايي پړاو کې ده او غواړي چې د ځان غځولو لپاره لارې ولټوي.

دا رپورټ د چارشنبې په ورځ کانګریس ته وړاندې شوی دی. که څه هم داعش په رسمي توګه په افغانستان کې د شتون اعلان نه دی کړی خو په دې اړه وېرې شته چې ګواکې دا ډله پر دې سربېره هلته د ننوتو هڅه کوي چې طالبانو منع کړېده.

داعش ته له وفادارو وسله والو سره تر ځینو نښتو وروسته طالبانو د روانې میاشتې پر شپاړسمه نېټه داعش ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې متوازي یاغیتوب رامنځ ته نکړي.

کانګریس ته وړاندې شوی دا رپورټ لیکي چې په افغانستان کې د داعش له خوا د محدودو وسله والو ګمارلو ثبوتونه شته خو دا ډله هلته اوس په ابتدايي څېړنیز پړاو کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG