د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ناامنیو کمېدو اسباب: پوځي عملیات که د تګلارې بدلون؟


په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات تر برید وروسته پولیس د پېښې له ځایه شواهد ټولوي. برید د فبرورۍ پر ۱۳مه شوی وو.
په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات تر برید وروسته پولیس د پېښې له ځایه شواهد ټولوي. برید د فبرورۍ پر ۱۳مه شوی وو.

پراګ - د پاکستان يوه څېړنيزه اداره، پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې وايي، په هغه هېواد کې تر شپږو کلونو وروسته په لومړي ځل په ((ترهګرو برېدونو کې کمی)) راغلی دی.

د اسلام اباد مېشتې دې ادارې کار په جنوبي، منځنۍ او لوېديځه اسيا کې د تشدد پېښي څارل او د هغو شمېر غونډول دی.

اداره په رپورټ کې وايي، په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو يو کال پوره شوی دی چې په نتيجه کې يې په ۲۰۱۵ کال کې د تشدد پېښې ۷۱ فيصده کمې شوېدي.

رپورټ وايي، تر عملياتو مخکې به هره مياشت شاوخوا ۱۵۴ حملې کېدې چې اوس يې شمېر ۵۰ ته ټیټ شوی دی.

اداره دا ادعاکوي چې دا له ۲۰۰۸ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې د تشدد پېښې کمېږي.

فکر کوم چې [په بريدونو] کې دا کموالی د لنډ وخت لپاره دی. چې کله [د وسله والو ډلو مشرانو] ته لږه موقع هم په لاس ورغله نو بیا به حملې پیل شي.
شاهد الیاس

رپورټ وايي، تر ضرب عضب اپرېشن مخکې په خيبر پښتونخوا کې به هره مياشت په اوسط ډول ۵۴ بریدونه کېدل خو د روان کال په لومړنيو ۵ مياشتو کې د حملو مياشتنی اوسط ۱۲ ته کم شوی دی.

دا شان د رپورټ په خبره، په قبايلي سيمو کې د بریدونو مياشتنۍ شرح شاوخوا ۳۱ وه خو اوس يې شمېر ۱۶ ته ټیټ شوی.

د دې څېړنيزې ادارې د رپورټ ترڅنګ د امنيتي چارو ځېنې پوهان هم په هغه هېواد کې د تشدد کچ ټیټېدو وجه ضرب عضب اپرېشن يادوي خو په اسلام آباد کې د يو تېنک ټینک (یا تحقیقي ادارې) انسټيټيوټ فار ډايلاګ اېنډ ریکنسيلېشن مشر شاهد الياس که څه هم د ضرب عضب اغېزمنتيا مني خو وايي د وسله والو ډلو مشران په تېښته کې بريالي شوي دي.

((تر اوسه زما مخې ته د وسله والو طالبانو د مشرانو نومونه نه دي راغلي چې اخر هغه څه شول او چېرې ولاړل. زما په فکر هغه اوس هم ژوندي دي، ګرځي او د افغانستان او پاکستان له پولې سره په غرییزو سيمو کې پټ دي. فکر کوم چې [په بريدونو] کې دا کموالی د لنډ وخت لپاره دی. چې کله [د وسله والو ډلو مشرانو] ته لږه موقع هم په لاس ورغله نو بیا به حملې پیل شي.))

ایا پاکستان تګلاره بدله کړې چې ناامني کمه شوې؟

نړیوال او افغانستان دا تور پورې کوي چې پاکستان د ((ښه او بد طالب)) تګلاره غوره کړېده خو اسلام اباد تل دا تورونه رد کړي دي او د ضرب عضب عملياتو له پيل سره سم يې په وار وار دا وويل چې په ښه او بد طالب کې به فرق ونکړي.

زما په فکر، پاکستان او افغانستان خبرې پیل کړې دي. ځکه يې ښايي افغانستان ته ويلي وي چې موږ به د وسله والو ملاتړ نه کوو، خو ما ته يې په تګلاره کې څه اساسي بدلون نه ښکاري.
شاهد الیاس

اوس د څېړنيزي ادارې دغه تازه رپورټ ته په کتو سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا پاکستان په ریښتيا هم د ترهګرۍ پر ضد خپله مجموعي تګلاره بدله کړېده او که څنګه؟ شاهد الياس په ځواب کې وايي، ((زما په فکر، پاکستان او افغانستان خبرې پیل کړې دي. ځکه يې ښايي افغانستان ته ويلي وي چې موږ به د وسله والو ملاتړ نه کوو، خو ما ته يې په تګلاره کې څه اساسي بدلون نه ښکاري. پاکستان د نړیوالو د پام اړولو لپاره هم ښايي دا کار کړی وي خو د اوس لپاره داسې کوي.))

په اسلام آباد کې د پوځ پخوانۍ جنرال طلعت مسعود وايي، ضرب عضب اپرېشن ډېرې لاسته راوړنې لرلې. دی البته وړانديز کوي چې د ترهګری د له منځه وړلو لپاره بايد ځېنې نور اقدامات وشي:

((يوازې پوځي کارروايې کافي نه ده. له دې سره باید په خاصه توګه، ملکي حکومت ځېنې نور اقدامات وکړي. يو خو د فاټا په قوانینو کې باید د ۲۱مې پېړۍ له غوښتونو سره سم بدلون راوستل شي او دغه علاقه باید د پاکستان له نورو سيمو سره برابره کړل شي. د دې ترڅنګ چې د ترهګرو تنظيمونو په بېلارو شویو کسانو کې ځېنې داسې شته چې هغه بيرته له ټولنې سره يو ځای کېدای شي او بل دا چې [وسله والو] ته چې نظرياتي ماته نه وي ورکړل شوې، تر هغو به ترهګري ژوندۍ وي.))

تېر کال په پيښور کې پر ارمي پیلک سکول تر وسله وال برید وروسته حکومت په لومړي ځل د نيشنل ايکشن پلان په نوم ((د ترهګرۍ ضد)) پاليسي جوړه کړې وه خو د کارپوهانو په وينا د دې پلان په عملي کولو لا هم ځېنې خنډونه شته.

XS
SM
MD
LG