د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م: په نړۍ کې د کډوالو په شمېر کې ((رېکارډ)) زیاتوالی راغلی


د شام کډوال د یونان لېسبوس ټاپو لوري تته روان دي.
د شام کډوال د یونان لېسبوس ټاپو لوري تته روان دي.

جینیوا - د ملګرو ملتونو يو راپور وايي چې په نړۍ کې د تعقيب، شخړو، تشدد او له بشري حقونو د سرغړونې له کبله د بې کوره شویو کسانو شمېر ريکار ډ درجې ته رسېدلی چې د ۲۰۱۴م کال تر پايه ۵۹،۵ میليونه ثبت شوی دی.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ((يو اېن اېچ سي آر)) له خوا خپور شوی راپور وايي چې په زوره د خپلو کورونو پرېښودو ته د اړ کړل شویو کسانو شمېر د تېر کال راهيسې ۸،۳ میليونه زيات شوی دی.

د راپور په وینا، ۳۸،۲ میليونه کسان په خپلو هېوادونو کې دننه بې کوره دي. ۱۹،۵ میليونه بيا په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي او ۱،۸ میليونه کسان بيا پناه غوښتونکي دي.

راپور ښيي چې په نړۍ کې تر نيمايي زيات کډوال ماشومان دي. بلخوا د ۳،۹ میليونه کډوالو په لرلو سره شام تر افغانستان هم واوښت او په تېر کال کې د نړۍ د کډوالو تر ټولو لويه سرچينه وګرځېد.

د راپور له مخې د نړۍ تر ټولو زيات کډوال په ترکيه کې ژوند کوي چې شمېر يې ۱،۵۹ ملينه دی. ورپسې بيا په پاکستان کې ۱،۵۱ میليونه کډوال ژوند کوي.

د اوکراين د بحران په نتيجه کې په روسیه کې د کډوالو شمېر زيات شوی چې يوازې د ۱۲ مياشتو په موده کې له ۳۴۰۰ څخه ۲۳۱۸۰۰ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG