د لاسرسي ځای

نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړ


نړیوال بانک له افغانستان سره د نژدې درې میلیارده ډالرو د مرستو نوې ژمنه کړې.

په دې اړه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان اقتصاد وزارت او نړېوال بانک ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

له دې تړون سره سم دا مرسته به د افغانستان دولت ته په راتلونکو درېیو کلونو کې ورکول کېږي.

د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک د ګډ بیان له مخې د دې مرستو ۹۱۸ میلیونه ډالره به پر نویو پروژو او ۹۱۸ میلیونه به پر نیمګړو پروژو لګول کېږي. پاتې پیسې به د افغانستان عادي بودیجې ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG