د لاسرسي ځای

د افغانستان د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې نن د پنجشنبې پر سهار په یوه ټرافیکي پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د شاه جوی ولسوالۍ امنیه قومندان محمدالله رسنیو ته ویلي چې دا پيښه د یوه بس موټر او د تیلو د یوه ټانکر د ټکر له امله شوې او شل کسان پکې ژوبل شوي هم دي.

محمد الله وویل چې په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطې له امله شوې ده.

XS
SM
MD
LG