د لاسرسي ځای

نواز شریف وايي، پر پوځ انتقاد کول ((مناسب کار نه دی))


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د ترهګرۍ پر ضد ((عملیات نازک پړاو ته داخل شويدي نو په داسې وخت کې پر پوځ انتقاد کول مناسب کار نه دی)).

د پاکستان دولتي ټيلي وېژن د شریف دا بیان د شورو یا چارشنبې پر ورځ پر داسې مهال خپور کړی چې د نهې پر ماښام د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند ګډ مشر پر پوځي مشرتابه شدید انتقاد وکړ او د پاکستان تړلو ګواښ یې وکړ.

شریف وايي، پوځ ته د ټول ولس ملاتړ تر لاسه ده او دا چې د پاکستان پوځ او سیاسي مشرتابه تر منځ یووالي ((جمهوریت پیاوړی کړی دی.))

اصف زرداري د سې شنبې پر ورځ په وینا کې پوځي مشرتابه ته په اشاره وویل چې که دوی کار ته پرېنښودل شول او ((کردار وژنه)) یې روانه وه نو دوی به له خیبر او قبایلي سیمو واخله تر کراچۍ ټول پاکستان وتړي او هېواد به ((تر هغو تړلی وي چې زه یې غواړم.))

د پاکستان پوځ د زرداري وینا په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG