د لاسرسي ځای

اسلام اباد - د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري د نهې پر ورځ له بوسټنه د ویډیو کنفرانس له لارې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ پر زیاتېدونکي کړکېچ د خپګان څرګندونه وکړه او و یې ویل چې له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره یې په ټیليفون خبرې کړې دي.

جان کیري وویل، پاکستان او هند دواړه اټومي ځواکونه دي او دا د امریکا هڅه وي چې کړکېچ قابو کړي. ده وویل، هڅې روانې دي چې دواړه خواوې په ورځو او اوونیو کې د کړکېچ کمولو لپاره کار وکړي.

د جان کیري په اند، پاکستان او هند دواړه د ټولې سیمې د ګټو په خوندي کولو کې مهم هېوادونه دي. ده وویل، د پاکستان وزیراعظم له خپل هندي سیال سره په ټيليفون خبرې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د خبریالانو پوښتنو ځوابونه ورکوي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د خبریالانو پوښتنو ځوابونه ورکوي

د سې شنبې پر ماښام هندي وزیراعظم نرېندر مودي له پاکستاني سیال نواز شریف سره په ټیليفون خبرې وکړې او ورته یې د روژې میاشت مبارکي ورکړه.

مودي، شریف ته وویل، دی د دې میاشت په راتګ پاکستاني کب نیونکي خوشې کوي. ده زیاته کړه چې نوی ډیلی له اسلام اباد سره د ښو اړیکو هیله لري. نواز شریف نوموړي ته وویل، دواړه هېوادونه دې د جنګ خبرې هېرې کړي او د سولې او ثبات هڅې دې وکړي چې د دواړو هېوادونو ولس دوی د ښو مشرانو په نوم یاد کړي.

شریف وویل، د ګاونډیو په توګه دواړه هېوادونه باید په سوله ییزه توګه پاتې شي او په دې لار کې اختلافات باید خنډ نه شي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو مشرانو پر یو بل تورونه پورې کړل او د یو بل پر ضد یې بیانونه ورکړل چې له کبله یې د هند و پاکستان اړیکي خړ پړ شول.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG