د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د پښتنو زده کوونکو تعلیمي او فرهنګي هلې ځلې


د کابل په شور بازار کې د موسیقۍ الاتو دوکان
د کابل په شور بازار کې د موسیقۍ الاتو دوکان

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو په لاهور کې د پښتنو زده کوونکو د فرهنګي هلو ځلو موضوع څېړلې.

لاهور مېشتي زده کوونکي وايي، دوی په ۲۰۰۸ز کال کې د پښتنو د تعلیم پرمختیا غورځنګ په نوم یو سازمان جوړ کړ چې اوسمهال شاوخوا ۶۰۰ غړي لري.

دوی وايي، د دوی لومړۍ موخه یوازې تعلیمي فعالیتونه کول ول. خو وروسته دوی فرهنګي او کلتوري هلې ځلې هم پیل کړې.

دا پښتانه زده کوونکي وايي، دوی له هر ځایه پیسې غونډوي او بیا د پښتنو موسیقۍ او سندرو غونډه کوي.

په خپرونه کې د دې زده کوونکو له خبرو پرته سندرې هم درخپروو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په لاهور کې د پښتنو زده کوونکو تعلیمي او فرهنګي هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG