د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا درې اپوزیشن ګوندونه نن حکومت ضد جلسه کوي


پېښور - په خیبر پښتونخوا کې د اپوزیشن درې ګوندونه – عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) – نن په پېښور کې احتجاجي جلسه کوي.

دې ګوندونو څو ورځې مخکې اعلان کړی وو چې صوبايي حکومت په بلدیاتي انتخاباتو کې درغلي کړې ده نو د حکومت تر استعفا به خپلو احتجاجي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي اېتلافي حکومت دریځ لري چې په هغو سیمو کې بیا انتخاباتو ته تیار دی چې پکې درغلي شوې. خو درېواړه اپوزیشن ګوندونه وايي، د دې حکومت په موجودګۍ کې په انتخاباتو کې د درغلی مخنیوی نشي کېدای.

اپوزیشن ګوندونه وايي، د پېښور په سویکارنو څلور لاره کې د سې شنبې یا نهې ورځې جلسې لپاره یې تیارۍ بشپړې کړې دي.

تر دې مخکې دې ګوندونو په خیبر پښتونخوا کې کاربندیز او احتجاجي لاریونونه کړي ول.

XS
SM
MD
LG