د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د سېف دي چلډرن بندیز له پرېکړې نه دی په شا شوی


اسلام اباد - د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي، د نړیوالې مرستندویه ادارې سېف دي چلډرن دفترونو تړلو په اړه له حکومتي پرېکړې نه دی په شا شوی.

د ګل یا دوشنبې پر ماښام له خبریالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، حکومت د کره ثبوتونو پر اساس د یادې ادارې دفترونو تړلو او د دې بهرنیو کارکوونکو ته د پاکستان پرېښودو امر کړی.

د دوشنبې پر ورځ پاکستانیو ورځپاڼو دا خبر خپور کړی وو چې د پاکستان حکومت د سېف دي چلډرن په اړه له خپلې پرېکړې په شا شوی او دا اداره کولای شي چې په هغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

چودري نثار خبري غونډې ته وویل، حکومت به له سره په پاکستان کې د نړیوالو حکومتي او ناحکومتي ادارو د کار او فعالیتونو جاج اخلي.

ده وویل، دا ادارې په درو درجو یا کټګوریو کې وېشل شوې دي. په دې کې یو د ((شین)) رنګ درجه ده چې له حکومت سره په شویو توافقنامو او تړونونو عمل کوي.

دویمه درجه د هغو ادارو ده چې ورته په ځانګړو سیمو کې د کار اجازه ورکړل شوې وي خو هغوی د دې سرغړونه کوي. د دې درجې ادارو ته ابي رنګ ورکړل شوی.

درېیمه او وروستۍ درجه ادارې د سور رنګ دي چې د پاکستان قامي ګټو پر ضد کار کوي.

نثار علي خان وویل، وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار طارق فاطمي په مشرۍ یوه بین الوزارتي کمېټي جوړه کړې چې د ناحکومتي ادارو (اېن جي او ګانو) د کارونو څار او د هغوی لپاره د قوانینو او اصولو په اړه سپارښتنې کوي او بیا به دا کمېټي یوه تګلاره جوړوي.

ده زیاته کړه چې سیاستوالان، قاضيان، بیوروکراټان، جنرالان او د پاکستان مهم شخصیات باید په ناحکومتي ادارو کې کار ونکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزیر وویل، هغه ادارې چې د پاکستان ګټو پر ضد کار کوي، پر وړاندې به یې قانوني اقدام کوي. خو ده دا سپیناوی ونکړ چې د ماشومانو خیر ښېګڼې لپاره کارکوونکې ادارې سېف دي چلډرن په څه شکل د پاکستان ګټو ضد کار کړی دی.

د جون پر ۱۱مه حکومت د دې ادارې د دفترونو تړلو امر کړی وو. سېف دي چلډرن د پاکستان حکومت پر دې کار ((شدید انتقاد)) کړی وو. د دې ادارې یوه ویاند سعید احمد د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دوی ناقانونه کار نه دی کړی او د پاکستان له قوانینو سره سم فعالیت کوي او ماشومانو ته ګټې رسوي.

سېف دي چلډرن وايي، د مې میاشت په پیل کې دوی پاکستاني حکومت ته لیکلي ول چې ایا د دوی د کار موده غځوي او که څنګه؟ د ادارې په وینا، حکومت ورته هېڅ ځواب نه وو ورکړی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۳ز کال په نومبر کې د نړیوالو ناحکومتي ادارو راجسټرولو لپاره نوې تګلاره جوړه کړې وه. هغه مهال له ۱۵۰ زیاتو ادارو د ځان راجسټرولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي ول چې پکې یوازې د ۱۹ نوم ثبت شوی وو.

په پاکستان کې د سېف دي چلډرن کاري موده د مې پر ۱۵مه پای ته ورسېده. پر دې ادارې په ۲۰۱۲ز کال کې هم له امریکايي استخباراتي ادارې سي ای اې او ډاکتر شکیل اپریدي سره د تړاو په تور بندیز لګول شوی وو. سېف دي چلډرن دا تور رد کړی وو او ویلي یې ول چې په پاکستان کې په میلیونونه ماشومانو ته د تعلیم، روغتیا او خوړو اسانتیاوې برابروي.

XS
SM
MD
LG