د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د اپوزیشن احتجاج پر مهال بجټ وړاندې کړ


پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت د دوشنبې یا ګل پر ورځ د صوبايي اسمبلۍ د اپوزیشن ګوندونو په سخت احتجاج کې د شاوخوا ۴۸۸ اربه روپیو کلنی بجټ وړاندې کړ.

د بودیجې وړاندې کولو پر مهال د اپوزیشن مسلم لیګ (ن)، جمیعت علمای اسلام (ف)، پاکستان پیپلز ګوند او عوامي نیشنل ګوند احتجاج وکړ او له غونډې یې پرېکون اعلان کړ.

دوی پر حکومتي اېتلاف تور پورې کړ چې نه یوازې یې په بلدیاتي انتخاباتو کې ټګي کړې بلکې د تېرو کلونو په بجټ کې یې هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړې نو ځکه له دې بجټه هم د ښو تمه نه لري.

حکومت د ۲۰۱۵-۱۶ ز مالي کال په بجټ یا بودیجه کې د پرمختیايي پروژو لپاره ۱۷۴ اربه روپۍ ایښې دي. د خیبر پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف وايي، دا پیسې به د تعلیم او روغتیا په برخه کې لګوي.

XS
SM
MD
LG