د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ماشومانو ادارې دفتر تړلو امر ځنډولی


په اسلام اباد کې د سېف دي چلډرن ادارې دفتر
په اسلام اباد کې د سېف دي چلډرن ادارې دفتر

اسلام اباد - د پاکستان حکومت د ماشومانو خیر ښېګڼې ادارې سېف دي چلډرن د دفتر تړلو حکم ځنډولی دی.

د یکشنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت په یوه لیک کې هم دا خبره راغلې او یوه لوړپوړي چارواکي هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جون پر ۱۱مه د ماشومانو لپاره کارکوونکې دې ادارې د اسلام اباد دفتر تړلو امر کړی وو او دا اداره یې د ((پاکستان ضد فعالیتونو)) په کولو تورنه کړې وه.

د دې اقدام له کبله په پاکستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو د کار په لړ کې اندېښنې پیدا شوې وې.

د جون پر ۱۲مه نېټه د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پر ځېنو نورو ناحکومتي ادارو هم د پاکستان قوانینو سرغړونو تور پورې کړ او ویې ویل چې دا ادارې باید وتړل شي.

نوموړي نه د هغو ادارو نوم واخیست او نه یې هم دا سپیناوی وکړ چې هغو ادارو د کومو قوانینو سرغړونه کړې.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اسوشي اېټډ پریس اژانس ته د حکومتي پرېکړې په اړه تفصیل نه دی ورکړی.

په پاکستان کې د سېف دي چلډرن ویاند سعید احمد ویلي، دوی تر اوسه له حکومته هېڅ نه دي اورېدلي.

په ۲۰۱۲ز کال کې هم پاکستاني حکومت پر یادې ادارې له امریکايي استخباراتي ادارې سي ای اې او ډاکتر شکیل اپریدي سره د تړاو تور پورې کړی وو او ورته یې امر کړی وو چې له هغه هېواده دې خپل بهرني کارکوونکي وباسي.

سېف دي چلډرن له دې ټولو تورونو انکار کوي او وايي، په پاکستان کې یې میلیونونو ماشومانو ته د تعلیم، روغتیا او متوازنو خوړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG