د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي، ګڼ بلوڅ بېلونپاله ورته تسلیم شوي


د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ناوخته شاوخوا ۵۷ بلوڅ بېلتونپالو وسلې ایښې دي او حکومت ته تسلیم شوي دي.

د بلوچستان سینییر وزیر ثنا الله زهري رسنیو ته وویل، په دې کسانو کې دوه مهم قومندانان هم شامل دي. زهري د وسله والو د دې اقدام ستاینه کړې او له نورو وسله والو یې هم د جګړې پرېښودو غوښتنه کړې.

هلته د بلوچستان لېبرېشن فرنټ او لشکر بلوچستان په نوم دوو بېلتونپالو ډلو حکومت ته له تسلیم شویو وسله والو د لا تعلقۍ اعلان کړی دی.

په بلوچستان کې یو شمېر بېلتونپاله ډلې له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه کوي. د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي نو ځکه په ازادانه توګه د حکومتي ادعاو پخلی نشي کېدای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG