د لاسرسي ځای

د بلوچستان حکومت د ګڼو بېلتونپالو د تسلیمېدو دعوه کوي


کوټه - د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ناوخته شاوخوا ۵۷ بلوڅ بېلتونپالو وسلې ایښې دي او حکومت ته تسلیم شوي دي.

د بلوچستان سینییر وزیر ثنا الله زهري رسنیو ته وویل، په دې کسانو کې دوه مهم قومندانان هم شامل دي. زهري د وسله والو د دې اقدام ستاینه کړې او له نورو وسله والو یې هم د جګړې پرېښودو غوښتنه کړې.

((په ځنډ دې وي خو ښه دې وي. نن زموږ وسله وال ځوانان له غرونو ښکته شوي دي. ما یو څو ورځې مخکې د خپلو بچیانو د تلین پر مهال هم دا خبره کړې وه چې زموږ غولول شوي او تېر باسل شوي ځوانان دې راستانه شي.))

د بلوڅ بېلتونپالو مشکوک قومندان عبېد الله چې د ببرک په نوم هم پېژندل کېږي خبریالانو ته وویل، دی چې کله له حقیقته خبر شو نو د نواب ثنا الله زهري او ((نورو مخکښو په موجودګۍ کې د درواغو د ازادۍ له جګړې د لېرې کېدو او وسلې ايښودو اعلان)) کوي.

هلته د بلوچستان لېبرېشن فرنټ او لشکر بلوچستان په نوم دوو بېلتونپالو ډلو حکومت ته له تسلیم شویو وسله والو د لا تعلقۍ اعلان کړی دی.

په بلوچستان کې یو شمېر بېلتونپاله ډلې له پاکستانه د بېلېدو لپاره وسله واله مبارزه کوي. د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي نو ځکه په ازادانه توګه د حکومتي ادعاو پخلی نشي کېدای.

XS
SM
MD
LG