د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضرب عضب عملياتو کې ۲۷۶۳ وسلوال وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم دپوځي عملیاتو یو کال پوره شو. د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د څانګې مشر میجر جنرل عاصم سلیم باجوه د خالي په ماښام په اسلام اباد کې د میډیا سره په خبرو کې وویل په دغه عملیاتو کې يي په زرګونو وسلوال وژلې او ګڼ شمیر نیول شوي دي. او د دوی نه په منونو وسله او چاودونکې

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم دپوځي عملیاتو یو کال پوره شو. د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د څانګې مشر میجر جنرل عاصم سلیم باجوه د خالي په ماښام په اسلام اباد کې د خبريالانو سره په خبرو کې وویل په دغه عملیاتو کې يې په زرګونو وسلوال وژلې او ګڼ شمیر يې نیولي دي.

میجر جنرل عاصم باجوه وایي په دغو وسلوالو کې عرب او نور بهرني وسلوال هم موجود وو او زیاتوي: (( د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په شورو کې وویل چې باید دوسلوالو په نښه کولو کې څه فرق ونه شي نو ځکه له لومړۍ ورځې څخه دغه عملیات د رنګ او نسل د فرق نه بغیر تر سره شول. زه تاسو ته یوه بله خبره هم کول غواړم چې کله تاسو جنګ کوئ نو بیا د دښمن فرق نشي کیدای ځکه چې هغوي څه بدلې ټوپۍ او یا جامې نه وي اچولې چې دا به وژنو او دا به نه وژنو نو ځکه زه په باور سره وایم چې کومې ۹۰ فیصده علاقې د وسلوالو پاکې کړل شوې دي هلته اوس یو ترهګر هم نشته. او دغو عملیاتو کې پوځ څه تفریق ندی کړی.))

دي عملياتو کې د وسله والو هيڅ کوم مشر نه دی وژل شوی او په لکونو خلک يې بې کوره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي چې له کله ضرب عضب عمليات شروع شوي نو له ډيورنډ کرښې آغاړه، افغانستان کې بريدنه ډېر شوي دي. د دوی په خبره د پاکستاني پوځ د عملياتو له وجې وسله وال له قبايلي سيمو افغانستان ته ور اړول شوي دي.

میجر جنرل عاصم باجوه په خپل ټویټر پاڼه ليکلي چې په دغو عملیاتو کې يې ټول ۲۷۶۳وسلوال وژل شوي دي.

خو د امنيتي مسايلو په اړه د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی، د ګڼو رپورټونو جوړونکی خبريال او څيړونکي، صفدر حيات داوړ مشال ريډيو ته وويل چې دي عملياتو کې د وسله والو هيڅ کوم مشر نه دی وژل شوی او په لکونو خلک يې بې کوره کړي دي.

خبريالانو سره خبرو کې پرون عاصم باجوه وويل چې د دغه عملیاتو پر وخت ګڼ شمیر وسلوال د افغانستان له لارې خیبر ته هم اوړیدلي دي خو اوس د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو په ګډه د کار سره به د وسلوالو د تګ راتګ مخه هم ونیول شي.

د وزيرستان بي کوره شوي قبايل
د وزيرستان بي کوره شوي قبايل

هغه زياته کړه: ((د ضرب عضب د عملیاتو د پیل وړاندې موږ افغانستان ته دا ویلي وو، چې د پولې هغه غاړې ته انظامات وکړي چې افغانستان ته د وسله والود ورتګ مخه ونيول شي. خو له بد مرغه دااسې ونه شول. د تحریک طالبان مشران اوس هم هلته موجود دي او هیله ده چې په راروانو ورځو کې به د دغو خلاف هم عملیات وشي، یا به ګرفتاره شي، او يا به پاکستان ته حواله کړل شي.))

خو افغان چارواکو تل ويلي چې دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دي نو د وسله والو ملاتړ نه کوي او نه هم د تحريک طالبان پاکستان کوم غړی افغانستان کې شته دی.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې د ضرب عضب عملياتو د برياليتوب دعوه کوي چې د قبايلي سيمو په زرګونو خلک لا هم د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په کمپونو کې ژوند کوي. دوی کې يې ځينو مشال ريډيو سره خبرو کې ويلي چې لا يې هم په سيمو کې امنيت نشته او چرته چې امن دی هلته د ژوند بنيادي سهولتونه لکه هسپتالونه او سکولونه نشته دی.

XS
SM
MD
LG