د لاسرسي ځای

په فراه ولایت کې د وسلوالو او عسکرو تر منځ جګړه پیل شوې


د فراه ولايت چارواکي وايي چې په بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې د روانو جګړو د مقابلې بشپړ توان لري.

د فراه ولايت والي محمد اصف ننګ پرون مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه له کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د اضافي ځواک د ورغوښتلو اړتيا نه ده پېښه شوې.

د فراه چارواکي وايي د بالابلوک ولسوالۍ په درېو سيمو کې تیره ورځ جګړه پيل شوې ده. دغه راز په پُشت رود ولسوالۍ کې هم د افغان قواوو او وسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده.

لا څرګنده نه ده چې په دغو جګړو کې څومره کسان وژل شوي يا ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG