د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو د ۱۷ پولیسو د وژل کیدو د پیښې څیړنې پیل کړي


د هلمند چارواکي وايي ،په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د وسلوالو په يوه بريد کې د ١٧ پوليسو د وژل کېدو په اړه څېړنې پيل کړې دي.

چارواکي وايي ،وړمه شپه وسلوالو د موسى کلا ولسوالۍ په يوه ساحه کې د پوليسو پر يوه ماموريت بريد وکړ، چې د څوساعته جګړې له کبله ١٧ پوليس ووژل شول او ٢ تنه پکې ژوبل شول.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پرون مشال راډيو ته وويل چې ولايتي اداره دغه پېښه په سنجیدګی سره څېړي.

عمر ځواک وايي فکر نه کوي چې په دې حمله کې دې د داعش ډله چې ويل کېږي د هلمند په شمال کې په وروستيو کې فعاله شوې ده، لاس ولري.

په وروستيو کې د موسى کلا په ورڅېرمه ولسوالۍ سنګين کې د اوږدې مودې لپاره د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG