افغان ولسمشر وايي د افغانستان په نظام کې د کومې قانوني خلا رامنځته کیدو لپاره به چرته هم اجازه ورنکړي.
محمد اشرف غني دغه خبره پرون په ارګ کې د ښځو کارکونکیو ، د رسنيو، مدني ټولنو او د حقوقونو پوهانو له یوې ډلې سره په مشورتي غونډه کې وکړه.
د جمهوري رياستلخوا پرون په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه د ولسي جرګې په اړه رابلل شوې وه.
د ارګ په پرونۍ غونډه کې د انتخاباتي نظام د اصلاح د کميسيون د کار پر پيل هم خبرې وشوې.
جمهوري رياست ويلي چې ولسمشر غني به ډېر ژر د ولسي جرګې د انتخاباتو او د دې جرګې د برخليک په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.