د لاسرسي ځای

مرکزي ایشیايي هیوادونه باید د خلکو حقونه خوندي وساتي


د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل بان کي مون ویلي دي ، په مرکزي ایشیا کې د بشري حقونو پر ضد د کارروایانو په بدل کې سخت دریځي لا زیاتیدای شي.

بان کې مون د ترکمانستان په سرښار عشق اباد کې تیره ورځ د خبرو پر مهال وویل چې د بشري حقونو احترام ، په سیاست کې برخي اخیستو ته وده ورکولواو برابرو موقعو پیدا کولو کې پاتې راتلل په ټولنه کې درزونه رامینځته کوي.

نوموړی زیاتوي ، چې څومره هم دا اختلافات زیاتیږي ،هغه هومره به تشدد او سختدریځې رامینځته کیږي.

د ترکمانستان له ولسمشر سره د خبرو پر مهال بان کي مون د هغو ګامونو پورته کولوغوښتنه هم وکړه چې ورسرهد ترکمانستان جیلونو ته د خپلواکو څیړونکو د سفر اجازي ورکولو په ګډون د خلکو حقونه بهتره کړل شي.

XS
SM
MD
LG