د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ضرب عضب په پوځي عملياتو کې ۳۴۷ عسکر ووژل شول


د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې یې له تير يو کال راهېسي پوځي عملياتو کې د ۲۷۰۰و نه زيات وسلوال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګي وياند ميجر جنرل عاصم باجوهپه خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو کې۳۴۷پوځيان وژل شوی هم دي.

پوځ ادعا کوي چې په وژل شويو وسلوالو کې مهم کمانډران هم شامل دي، او د کامياب عملياتو له وجې د هيواد په نورو برخو کې امنيتي وضعه ښه شوي ده. پوځ په شمالي وزيرستان کې تير کالد جون په۱۵ مه نيټه پوځي عمليات پيل کړل ، چې اوس هم دوام لري. د پوځ د ادعاو په اړه وسلوالو څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG