د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰ وسله والو د وژلو ادعا شوې


د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د افغان پولې سره نږدې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې په هوایي بمباریو کې شاوخوا۲۰ مشکوکه وسله وال وژلي دي.

دغه بیان چې نن (شنبه) خپور شوی، پکې ویل شوي دي، چې دغه بمباري په دته خېل سیمه کې شوې ده، او په اړه یي نور تفصیل نه دې ورکړل شوی.

پروسږکال د جون په میاشت کې پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل ، چې له وجې یې ګڼ شمیر خلکو کډې وکړې، او زیاتره لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG