د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۷ پولیس سرتېري وژل شوي


د افغانستان د هلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې د بېګا شپه د وسله والو مخالفینو پهبرید کې ۱۷ پولیس سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دغه خبره د موسې کلا د امنیې قومندانۍ یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د مشال راډیو افغان څانګې ته کړي، او زیاتوي چې برید بېګا شپه د کنجک ماموریت پر پولیسو وشوه او لس طالبان هم پکې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د پولیسو وسلې او یو رنجر موټر هم له ځان سره وړی دی. بلخوا طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG