د لاسرسي ځای

تازه خبر

علومي: د پوليسو د وژنو د مخنيوي لپاره جدي کوښښ کوو


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې په دې ورستیو کې د پولیسو تلفات زیات شوي او د دغو تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.

نورالحق علومي دا خبرې نن (شنبه) د خپل سل ورځني کاري پروګرام د تشریح پرمهال وکړې.

که څه هم د کورنیو چارو وزیر د پولیسو د وژلو زیاتېدو علت په اړه څه ونه ویل خو تردې وړاندې د دې وزارت ویاند ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د تلفاتو د لوړېدلو علت د بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت بشپړ سپارل دي.

همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان کمپبل هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو تلفات زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG