د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ګوانټانامو شپږ بندیان اومان ته لېږدولي


امریکا اعلان وکړ چې د ګوانټانامو زندان ۶ بندیان اومان ته لیږدول شوي دي. دا اقدام په ګوانټانامو کې د زندان د بندولو لپاره د ولسمشر بارک اوباما د ژمنې برخه ګڼل کیږي. په ګوانټانامو کې ډير کسان، پرته له دې مجرم وپيژندل شي، ساتل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، دا کسان ټول یمنیان دي چې لس کاله مخکې نیول شوي او نن (شنبه) اومان ته ورسیدل.

دا په وروستیو پينځو میاشتو کې اول وار دی چې له ګوانټانامو څخه زندانیان بل ځای ته لیږدول کیږي.

په دې کسانو کې یو، عماد عبدالله حسن دی چې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې یې غذايي اعتصاب کړی و. دی په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ونیول شو او جرم یې لا نه دی ثابت شوي.

پینځه تنه نور چې نن عمان ته لیږدول شوي؛ هر یو: ادریس احمد عبدالقادر ادریس، شرف احمد محمد مسعود، جلال سلام عواد عواد، سعد ناصر مقبل الاذاني او محمد علي سلیم الزموکي نومیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG