د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ننګرهار لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوی والي وژل شوی"


د افغانستان ملي امنیت ریاست د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت ادارې رییس رحمت الله نبیل په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو د ننګرهار والي مولوي میر احمد ګل د جمعې پر ورځ د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو.

ښاغلي نبیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې مولوي میر احمدګل د زیات شمېر افغانانو قاتل و. د ملي امنیت د عمومي رییس په بیان کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG