د افغانستان دیني عالمانو شورا د روژې په میاشت کې د اوربند وړاندیز کړی دی.
په افغانستان کې د عالمانو د سراسري شورا يو مشر مولوي عطاالله لودین د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دیني عالمانو دا غوښتنه پرون (جمعه) له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې یاده کړه.
لودین زیاته کړه چې دیني عالمانو هم له حکومت او هم له وسله والو مخالفینو د اوربند غوښتنه کړې.
د علماوو د شورا مشر همداراز وویل، د روژې په میاشت کې به د سولې د تبلیغ لپاره د جوماتونو له لارې یو پراخ کمپاین پیلوي.
ياده دې وي چې د روژې میاشتې پیل ته له یوې اونۍ کم وخت پاتې دی.