د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سمنګان کې ښوونکو ته د کور نومرې ورکړل شوې


د سمنګان ولایت په مرکزکې سلګونو ښوونکو ته د کور نومرې ورکړای شوې.

د سمنګان د پوهنې ريیس عبدالوهاب ظفري وویل چې دا نومرې هغو ښوونکو ته ورکړای شوې چې ترلس کاله زیاته موده یې معلمي کړې ده.

ښاغلي ظفري همدا راز وویل چې اوس په ایبک ښار کې ۳۱۰ ښوونکو ته د کور جوړولو لپاره نومرې ووېشل شوې خو په پام کې ده چې په لنډ وخت کې نورو مستحقو ښوونکو ته هم نومرې ورکړای شي.

په سمنګان کې ښوونکو ته د کورلپاره دا نومرې په داسې حال کې ورکړای شوې چې په مرکزکابل او ځینو ولایتونوکې یو شمېر ښوونکو په دې اعتراض چې د کورلپاره مځکې نه ورکول کېږي، اعتصاب کړی دی.

د پوهنې وزارت وايي، هڅه کوي چې د ښوونکو ستونزې د خپل امکان ترحده حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG