د لاسرسي ځای

رپورټونه وايي، د عراق پخواني واکمن صدام حسین د نېږدې ملګري طارق عزیز مړی هغه مهال ورک شوی چې اردن ته یې د ښخولو لپاره روان کړی وو.

طارق عزیز تېره اوونۍ په زندان کې مړ شو او مړی یې تېره ورځ د بغداد له نړیوال هوايي ډګره ورک شوی دی. د عزیز لور زینب وايي، مور یې ورته ویلي چې په عراق کې یې انتظار کاوه چې تابوت اردن ته یوسي چې دا پېښه وشوه.

د اردن یوه چارواکي تصدیق کړی دی چې له بغداده پرونی وروستی پرواز بې له تابوته والوت.عراقي حکومت په سمدستي توګه پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG