د پکتیکا چارواکي وايي، د هغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ عرب ماین جوړوونکي وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت ویاند مخلص افغان بېګا مشال راډیو ته وویل، دا وسله وال تېره ورځ د خوشامند په معروف خېلو کې د اېتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي.
وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.