د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک: د تېرو کلونو پرتله د امنیت وضع ډېره ښه شوې


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، د تېرو کلونو پرتله اوس د امنیت وضع ډېره ښه شوې ده.

د پنجشنبې پر مازیګر د پېښور حیات اباد په ځانمرګي برید کې د وژل شویو دوو پولیسانو تر جنازې وروسته خټک خبریالانو ته وویل، دا سمه نه ده چې ګواکې وسله وال بیا د منظمېدو په حال کې دي.

د پنجشنبې پر ورځ د فرنټییر رېزرو پولیسو د یوه مشر پر ګاډي په ځانمرګي برید کې دوه پولیسان او یو ولسي وګړی وژل شوی وو.

په پېښه کې د چارواکي ملک طارق په ګډون څلور پولیسان ژوبل شوي ول. وسله والو طالبانو د دې برید پړه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG