د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه له سوريي سره لوبه کوي


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن (پنجشنبه) د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د غوراوي لومړۍ لوبه له شام سره کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت د ماښام اته بجې د ایران په مشهد ښار کې کیږي.

د فوټبال نړیوال فډریشن په افغانستان او شام کې د ناامنیو لپاره دغه لوبې دریم هیواد ته انتقال کړې دي.

افغانستان په ( اي) ګروپ کې د شام ترڅنګ له جاپان، سنګاپور او کمبوډیا سره یوځای شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG