د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د جمهوري ریاست لپاره څلور نوي سلاکاران وټاکل


ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست لپاره څلور نوي سلاکاران وټاکل.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، قطب الدین هلال د سولې په چارو کې، جمعه خان همدرد په امنیتي چارو کې، محمد اکرم خپلواک په سیاسي چارو کې او خالد فاروقي په کورنیو چارو کې د ولسمشرد سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.

په دغو کسانو کې قطب الدین هلال د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و او جمعه خان همدرد او محمد اکرم خپلواک په بېلابېلو حکومتي څوکیو کې کار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG