د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خېبر پښتونخوا حکومت تر رانسکورېدو به احتجاج دوام لري'


پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت ضد د درې ګوندیز اتحاد احتجاج
پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت ضد د درې ګوندیز اتحاد احتجاج

د پېښور په کیسه خوانۍ کې د ننني احتجاج پای غونډې ته د اې اېن پي مشر ميا افتخار حسېن وویل، چې درې ګوندیز اتحاد به د راتلونکې تګلارې ټاکلو لپاره بیا سره کښېني.

د سږني کال د می میاشتې پر ۳۰مه نېټه په خېبر پښتونخواکې د ښاروالۍ په ترسره شوو ټاکنو کې د ګډوډۍ او د ټګۍ برګۍ تورونو پر ضد د درې ګوندیز اتحاد چې پکې عوامي نېشنل پارټۍ، پيپلز پارټۍ او جمعیت العلماء اسلام (ف)پکې راټول دي د شورو ورځ د سرښار پېښور په گډون ټوله صوبه کې پر کاروباریانو د هړتال غږ کړی وو.

درې ګوندیز اتحاد د مشکوکه درغلۍ له کبله له واکمن ګوند پاکستان تحريک انصافه د هیسته کېدو او د نوي لنډمهالي حکومت تر څارنې لاندې د ښاروالۍ ټاکنو غوښتنه کوي. که څه هم د هړتالانو او احتجاجونو پیل شوې روانه لړۍ نن د ورځې دوې بجې پای ته ورسېده خو یاده ټلواله دريځ لري، لاریونونه به یې تر هغو دوام لري چې صوبايي حکومت یې راپرځولی نه وي.

د جمعیت علماء اسلام (ف) ارباب فاروق جان په صدر روډ د احتجاج مشري کړې او هلته يې راټولو شوو خلکو ته وينا وکړه.

په پېښور کې له روان یوه لاریون سره په څنګ د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي ثاقب الله خان څمکني له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، عمران خان د ۲۰۱۳م کال په ټولټاکنو کې پر نواز شریف د ټګۍ برګۍ تور لګاوه او له هغه یې د لیرې کېدو غوښتنه کوله نو همدغه غوښتنه اوس دوی له عمران خانه کوي چې په خېبر پښتونخوا کې واکمن د پاکستان تحریک انصاف حکومت دې استعفا ورکړي.

«عمران خان به تل ویل، که یو چا ورباندې په انتخاباتو کې د درغلۍ کولو تور ولګاوه نو دی به استعفا ورکوي. او دا دی وخت رارسېدلی دی، بلکې موږ خو تور هم نه لګوو، بلکې دا ریښتیا ده او ثابت شوي دی چې صوبايي حکومت په بلدیاتي ټاکنو کې درغلي کړې او دا په ثبوت رسېدلې ده نو پکار ده چې اوس حکومت استعفا ورکړي. په عمل او خبره کې دومره تضاد»

که څه هم درې ګوندیز اتحاد پر دوکاندرانو د هړتال کولو غږ کړی وو، خو د مشال راډيو خبریال وايي، کله چې به لاریون په بازار کې تېرېدلو نو دوکاندارانو به خپل دوکانونه وتړل او کله چې به هغوی تېر شول نو خبل کاروبارونه یې بیرته پرانیستل. د دې خبرې په ځواب کې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

«دوکاندارانو ته د شپې دړکې ورکړل شوې او نن سهار بیا پولیس پر کاروباریانو ګرځېدل چې دوکانونه و نه تړي. او موږ د حکومت دغه دوه مخي غندو چې یو خوا منت کوي او بلخوا ګوزار»

د پېښور په کیسه خوانۍ کې د ننني احتجاج پای غونډې ته د اې اېن پي مشر ميا افتخار حسېن وویل، چې درې ګوندیز اتحاد به د راتلونکې تګلارې ټاکلو لپاره بیا سره کښېني.

راپورونه واي،ي چېد درې ګوندیز اتحاد لخوا د نهې ورځ د اعلا وزير پروېز خټک په مشرۍ په پيښور کې د ټول ګوندیز کنفرانس کې د شکمنې درغلۍ پلټنو لپاره د عدالتي کميشن جوړولو وړاندیز ردکېدو پس صوبايي حکومت د کابينې په غړو عنايت الله خان، شهرام خان ترکۍ، عاطف خان اؤ مشتاق احمد غني مشتمل يو پلاوی پرون ماښام د احتجاج غږ بيرته اخیستو لپاره د اې اېن پي، پيپلز پارټۍ، او جمعيت علماء اسلامسره د خبرو اترو لپارهباچاخان مرکز ته ورغلى و، خو د هغوی ترمينځ خبرې اترې ناکامه شوې وې.

XS
SM
MD
LG