د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملګري ملتونه دې د جمو او کشمیر لانجه هواره کړي'


د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د سېشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کی مونه وغوښتل چې د جمو او کشمیر په سر له هند سره د اوږدې مودې لانجې په حل کي دي مرسته وکړي.

نواز شریف په تاجکستان کي د اوبو نړیوال کنفرنس تر څنګ د ملګرو ملتونو له عمومې منشي سره وکتل.

پاکستان، هند ته د دوستۍ لاس غځولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکرو هڅه کوي، خو د نواز شریف په وینا، هند یي ځواب نه دی ورکړی. د پاکستان وزیر اعظم د هند مشرانو وروستي بیانونه خواشینونکې بللي دي.

هند او پاکستان د کشمیر پر سر څو ځلې جګړې کړې او د چین په ګډون، هر یو یې خپله خاوره بولي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۵۰ م کال کې په کشمیر کي د اوربند او ټولپوښتنې غږ کړی و، خو د دې سازمان غوښتنې ته هېڅ لوري پام نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG