د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: افغان حکومت د دوی غوښتنې له پامه غورځولي دي


نن د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا استازو او د یو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د خوست له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

نن د چارشنبې پر ورځ د خوست ولایتي شورا استازو او د یو شمېر مدني ټولنو او شوراګانو غړو د یوې خبري ناستې له لارې د مرکزي حکومت نه وغوښتل، چې د خوست له خلکو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

دوی وویل، چې تراوسه هم په دې ولایت کې هغه چارواکي چې په فساد تورن دي پر ضد يې عمل نه دی شوی او همدارنګه په مهمو حکومتي دندو کې هم د دې سیمې کدرونو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د خوست ولایتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال د کنفرانس ګډونوالو ته دا مسلې په دې توګه وړاندې کړې:

((په خوست کې په فساد ککړ کسان، که په ملکي بخش کې دي او که په پوځي ادراو کې دندې ترسره کوي، نه منو او پر ضد يې د دوی تر محاکمه کېدو خپله مبارزه روانه ساتو، په خوست کې د ولسي او مدني حرکتونو ځپونکو او تخریبونکو محاکمه غواړو او دوی باید د افغانستان د موضوعه قوانینو په رڼا کې مجازات شي، په نظام کې خپل حق غواړو، پر ولسمشر محمداشرف غني غږ کوو، چې د خوست د پرمختګ په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.))

د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي تحریک مرستیال قوماندان د لاور شاه وویل، ولس د نوی حکومت نه دا هیله درلوده، چې ستونزې به يې حل شي، خو دوی د هرې ورځې په تېریدو ناهیلي کیږي.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدداود وقفي وویل، که چیرې دوی د فساد پر ضد روانه مبارزه پریږدي، نو د هغو وژل شویو کسانو له اخروي مسوولیت نه به خلاص نه شي، چې د دې موخې له پاره يې مدني او سیاسي حرکتونه پیل کړي ول او د حمل په ۱۳ مه په یو ځای په یو ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه ووژل شول.

قومي مشر موسی جان ځدارڼ وویل، د حمل د ۱۳ مې پيښې د بررسۍ له پاره د مرکزي حکومت له خوا یو شمېر ګمارل شویو پلاوو تحقیقات وکړل، خو نتیجې مالومې نه شوې.

ده ګواښ وکړ که د هغو تحقیقاتو نتیجې مالومې نه شي او ګرم کسان مجازات نه شي، نو یو ځل بیا به مدني حرکتونو او لاریونونو ته مخه کړي.

((که چیرې موږ د هغو تېرو حرکتونو نتایج ونه ګورو، نو موږ مجبور او مکلف یو، چې د هغو نتایجو د ترلاسه کولو له پاره یو ځل بیا لاریونونو او اعتراضیه غونډو ته مخه کړو.))

په دې خبري ناسته کې یو شمېر ویناوالو په ډېره تنده لهجه په مرکزي حکومت له دې کبله نیوکه وکړه، چې د خوست د خلکو غوښتنو او اعتراضونو برخلاف، د دې پر ځای چې په فساد تورن کسان مجازات کړي، مرکزي حکومت په لوړو دولتي پستونو او دندو ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG