د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني وايي، د کندهار په ولايتي اداره کې اصلاحات راولي


ولسمشر غني په کندهار کې د خبرو پر مهال ويلي دي د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هره توګه چې وي د فساد مخه به نيسي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن له ځينو لوړ پوړو دولتي چارواکيو سره کندهار ولايت ته تللی وو او هلته يې د ولايت له چارواکيو، قومي مخورو، مدني فعالانو سره پر شته ستونزو خبرې کړې دي.

ولسمشر غني د اطلاعاتو او کلتور او کورنيو چارو له وزيرانو، د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال او ځينو نورو لوړو پوړو دولتي چارواکيو سره يو ځای د سېشنبې په سهار کندهار ته ولاړ.

ولسمشر د کندهار ولس په غوښتنه دغه ولايت ته سفر کړی او هلته يې د ولايت له چارواکيو، قومي مخورو او مدني فعالانو سره کندهار ته په ورپېښو ستونزو تر خبرو وروسته ژمنه وکړه چې د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي.

د کندهار ځينو قومي مخورو ولسمشر ته په دغه ولايت کې له شته اداري فساد، د پوهنې او برېښنا رياستونو د ناغېړيو او په عدلي او قضايي ارګانونو کې له ورپېښو ستونزو سر وټکاوه.

دوی غوښتنه وکړه چې ولسمشر دې په کندهار کې د هغو زورورو مخه هم ونيسي چې د بشپړ ولايت چارې يې ګډې وډې کړې دي.

د کندهار والي هم د خپلو خبرو پر مهال د دغه ولايت په ځينو ادارو کې د شته ستونزو يادونه وکړه، خو ډاډ يې ورکړ چې د دغو ستونزو د ختمولو هڅه کوي.

ولسمشر غني بيا د کندهار خلکو ته د وينا پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې به پراخ اداري اصلاحات راولي او په هره توګه چې وي، کندهار ته د ورپېښو ستونزو مخه به نيسي.

ده په کندهار کې د شته زورورو وخت پای ته رسېدلی وباله او پسې زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې له والي پرته، بل څوک د پرېکړي حق نه لري.

ولسمشر په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو تر منځ د تفاهم نامې يادونه هم وکړه او ويې ويل، لا هم تر اوسه پر دغه کاغذ د ملي امنيت رئيس لاسليک نه دی کړی.

ولسمشر وايي، د دغې تفاهم نامې مديريت اوس ده په خپله اخيستی او د ملت په خوښه به پرېکړه کېږي.

واک ته تر رسېدو وروسته دا کندهار ته ولسمشر غني لومړی سفر وو.

XS
SM
MD
LG